دملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې بدخشان ولایت په هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته کسانو تر ټولو لوړ شمېر لري. د راپور له مخې احتمال لري په دغه ولایت کې ۱۶۵۰۰۰ ماشومان او ۹۳۰۰۰ امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې سږکال پر سختې خوارځواکۍ اخته شي. د یاد بنسټ په خبره د یونیسف یوه هر اړخیزه پروژه چې موخه یې د خوارځواکۍ مخنیوی دی د افغانستان په شمالي او ختیځو ۱۳ ولایتونو کې پلي کیږي. تر دې وړاندې یونیسف ویلي وو چې احتمال لري سږکال ۳.۵ میلیونه ماشومان او یو ملیون امیندواره میرمنې پر سختې خوارځواکۍ اخته شي.







