عامي روغتیا وزارت ويلي، چې په لوګر ولایت کې د ګرځندو روغتیايي ډلو له خوا د سترګو ناروغانو وړیا درملنه پیلوي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سترګو ناروغانو درملنه به د روانې زمري میاشتې پر ۱۱مه پیل او تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام وکړي، چې شاوخوا پنځه زره او ۶۵۰ کسان به تداوي شي. خبرپاڼه کې راغلي، دغه خدمات د سرپرست حکومت له پراختیايي بودجې څخه په لرې پرتو سیمو کې د ړوندوالي کچې د کمولو په خاطر وړاندې کېږي، چې ۲۰۰ کسانو ته د سترګو د «کترکت» د پردو عملیاتونه کول، د ۴۵۰ عدده عینکو وېشل او پنځه زره تنو ته د سترګو درملنه او مشورې ورکول پکې شامل دي.







