د کندهار ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې له پاکستانه د واردېدونکو ۴۵۰۰ کيلو ګرامه بېکیفیته او زیات وزن لرونکو چرګانو مخه نيولې ده.
د مسوولینو په خبره ياد چرګان د زیات عمر لرونکي او د وزن له پلوه تر دوه کیلوګرامه زياته و, چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د ځانګړي مکتوب له مخي د چرګانو وزن بايد تر دوه کيلو ګرامه کم وي او زيات عمر لرونکو چرګانو ته اجازه نه ورکول کېږي, چې هېواد ته را وارد کړل شي.







