د پاکستان اېکسپرېس ټریبون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د نیویارک په یوه غونډه کې ویلي چې اسلاماباد هڅه کوي له افغانستان سره د سیمې د نښلولو لپاره د رېلپټلۍ، سوداګرۍ او ټرانسپورټ لارې فعاله کړي. د راپور له مخې، د پاکستان، افغانستان او ازبکستان ترمنځ د یوه درې اړخیز تفاهم له مخې ټاکل شوې ده، چې له ترمز څخه تر کراچۍ پورې د افغانستان له لارې یوه نوې رېلي پروژه جوړه شي. دا پروژه به د افغانستان له مزارشریف، لوګر او ورپسې خېبر پښتونخوا سره وصل شي.








