د سرپرست حکومت د ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې پرون د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو په تړاو راپور ورکړی دی. په راپور کې ویل شوي، چې تېر کال د اقلیم بدلون په برخه کې د افغانستان د ملي ستراتېژۍ او د (این ډي سي) سندونو بیا کتنه بشپړه شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون برخې ته وړاندې شي. په راپور کې زیاته شوې، چې په یاده موده کې همدارنګه د لومړي ځل لپاره د سرپرست حکومت پلاوي د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس کې چې په اذربایجان کې جوړ شوی وو برخه هم اخیستې وه. د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مالوماتو له مخې د ښکار، قاچاق او غیرقانوني پلور ضد اقداماتو له لارې ۱۵ زره ۷۵۵ حیوانات او مرغان له نیول کېدو وروسته طبیعت ته بېرته پېښودل شوي او لاملین یې د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.








