د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په هرات ښار کې د تخت صفر څخه تر پوهنتون غیاثیه پورې د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي. د هرات ښاروالۍ مسوولین وایي، چې یاد سړک د ٢ کیلومتره په اوږدوالي او ٧ متره په سور د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه د ۲۳ میلیونه ۷۴۸ زره افغانیو په لګښت جوړېږي. د مسوولینو په خبره د یاد سړک په اوږدو کې د یو شمېر پلچکونو د جوړولو چارې هم شامل دي. په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي پر دې سړک د کارپیلولو خوښي څرګندوي او وایي چې د یاد سړک په پخېدو سره به خلکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې رامنځته شي.







