د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) له مشر سره کتلي دي. متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د نوي مشر جان ایلیف سره په دې کتنه کې د بشري او پراختیايي مرستو ترڅنګ د تازه راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو په اړه خبرې کړې دي. د خبر پاڼې د مالوماتو له مخې متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له مشر څخه د بېړنیو بشري او پراختیايي مرستو غوښتنه کړې ده.







