ملګري ملتونو او اړوند نړۍوالې مرستندویه ادارو خبر ورکړی، چې له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو لپاره د استوګنې او بېړنیو بشري اړتیاوو لپاره ۱۰میلیونه ډالر ځانګړي شوې دي. ملګرو ملتونو په خپله وېب پاڼه کې لیکلي، دا مالي مرسته د هغو زرګونه افغانانو د ملاتړ لپاره ځانګړې شوې ده، چې د سختو اقتصادي شرایطو، جبري اېستنو او قانوني ستونزو له امله له ایران څخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو د چارو نړۍوال سازمان (IOM) او نورو همکارو ادارو په وینا، دغه مالي مرسته به بېرته راستنو شویو ته لنډمهاله استوګنځي، خوراکي توکي، روغتیایي خدمات او رواني مشورې برابرې کړي.








