شنبه, مارچ 7, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

اطلاعاتو او کلتور وزارت: د امیر دوست محمد خان ښوونځي تاریخي ودانۍ باید ونه نړېږي

STR NEWS by STR NEWS
جولای 24, 2025
1 0
0
اطلاعاتو او کلتور وزارت: د امیر دوست محمد خان ښوونځي تاریخي ودانۍ باید ونه نړېږي
2
SHARES
6
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو د ښاروالۍ له مسوولینو غوښتي، چې د امیر دوست محمد خان ښوونځي تاریخي او لرغونې ودانۍ دې د سړک جوړولو لپاره نه ویجاړوي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې چارواکو د امیر دوست محمد خان د ښوونځي ودانۍ په اړه چې لرغونتوب یې نږدې ۱۴۰ کلونو ته رسېږي، د کابل ښاروالۍ د فني او مسلکي کميټې غړو ته سپارښتنه کړې، چې دې ودانۍ ته ځانگړې پاملرنه وکړي او له هر ډول گواښ او زیان څخه يې وژغوري.

د کابل ښاروالۍ د فني او مسلکي کميټې غړو د هنر او فرهنګ د معین په مشرۍ پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې هڅه کوي، تر څو د سړکونو په امتداد کې واقع تاریخي ابدات له تخریب څخه وژغورل شي او په ځانگړي ډول به د امیر دوست محمد خان ښوونځي تاریخي ودانۍ هم وساتل شي.

د یادولو وړ ده، چې دې موضوع ته د لومړي ځل لپاره د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خُرم اشاره کړې وه. نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي وو، چې د کابل ښار د دهمزنگ په سیمه کې یوه تاریخي ودانۍ، چې اوس د «امیر دوست محمد خان ښوونځي» په نوم یادیږي، د ښاري پراختیا له امله د ړنګېدو له ګواښ سره مخ ده. د هغه به خبره دا ودانۍ، چې د امیر دوست محمد خان د میرمنې او د امیر شیرعلي خان د مور بي‌بي حلیمې پخوانی استوګنځای بلل کیږي، د تاریخي آبداتو له ډلې ګڼل کیږي. د ښاغلي خُرم په خبره، چې دا ودانۍ د کابل د دریاب پر غاړه د امیر لخوا جوړه شوې وه او باید د ښاروالۍ له‌خوا وساتل شي. نوموړي له کابل ښاروالۍ او د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت څخه غوښتي وو، چې د ودانۍ تاریخي ارزښت ته پام وکړي او د دې ملي میراث د ژغورلو لپاره بیړني اقدامات وکړي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده
وروستی خبرونه

القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

مارچ 7, 2026
غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي
وروستی خبرونه

غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

مارچ 7, 2026
ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو
وروستی خبرونه

ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

مارچ 7, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist