د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې د کبانو سکټور د پراختیا طرحه تایید شوې. د یادې طرحې له مخې به په ټول هېواد کې ۷ زره ۷۰۰ د کبانو فارمونه جوړ شي، چې ورسره به ۹۰ سلنه د کبانو غوښې کورنۍ اړتیا پوره او ۳۰۰ زره کسانو ته به د کار زمینه برابره شي. دغه طرحه به د وروستي تصمیم نیولو لپاره اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شي.








