د هرات ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې سږ کال د ۱۰ زره ټنو انځرو د راټولېدو اټکل شوی دی. د یاد ریاست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر بشیر احمد احمدي رسنیو ته ویلي چې سږکال به د انځرو له ۶۲۰ هکتاره بڼونو څخه نږدې ۱۰ زره ټنه انځر راټول کړل شي. سرچینې ویلي، چې بڼوالو له حکومتي چارواکو څخه غوښتي تر څو د یادو انځرو د کرکیلې پراخولو لپاره دوی ته کرنیزې ځمکې او د دوی محصولاتو پلور ته ښه بازار برابر کړي. د یادونې وړ ده، چې له هرات ولایت څخه انځر هرکال هند، پاکستان او متحده عربي امارتو ته صادرېږي.








