د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت مرستیال او د رېل پټلۍ شرکت اجراییه رييس ویلي، چې د عراق له کُردستان څخه خام تېل د ایران له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي او دوی دغه بهیر اسانه کړی دی. نوموړي دغه څرګندونې په تهران کې له اذربایجاني چارواکو سره د مسافر وړونګي اورګاډي د واګونونو د پېر او ترمیم د هوکړو د لاسلیکولو پر مهال کړې دي. د نوموړي په خبره له دغه ټرانزیټي بهیره د ملاتړ لپاره تهران ۱۰۰ نور واګونونه د رېل پټلۍ شبکې ته ور زیات کړي او دغه شمېر به تر دې هم لوړ شي.








