د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، چې نن د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د ۱۸۷ ولسوالیو په کچه د پولیو واکسین درېیم فرعي کمپاین پیل شو. د یاد وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل، ویلي چې دا کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي او په دې موده کې به نږدې ۷.۳ میلیونه له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته پولیو واکسین تطبیق شي. هغه له قومي مشرانو، دیني عالمانو او د سیمو له نفوذ لرونکو کسانو وغوښتل چې له واکسین کوونکو سره پوره همکاري وکړي، ترڅو د واکسین په ښه تطبیق سره د پولیو ناروغي مخنیوی وشي. شرافت زمان همداراز وویل چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د وقایوي تدابیرو په عملي کولو سره له ساري ناروغیو سره مبارزه وکړي.







