د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د افغان کډوالو د وضعیت او ستنېدو په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغان کډوال زموږ وړونه او خویندي دي او اوسني اقدامات په ایران کې د دوی د شتون د تنظيم په اړه اړين دي. نوموړي ټینګار کړی، چې د کډوالو د ستنېدو بهیر باید په درناوي او ارامتیا سره ترسره شي. هغه دغه راز د افغان کډوالو وضعیت او ستنېدو ته په اشارې ویلي «که څه هم دا بهیر ممکن ځیني ننګونې ولري؛ خو باید هڅه وشي، چې د دوی ستنېدل د انساني کرامت په ساتلو تر سره شي.»








