د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په تازه څرګندونو کې له امریکا غوښتي، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني بېرته ازاده کړي. هغه له ټاس خبري اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي، امریکا باید نږدې ۱۰ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمني ازاده کړي، او اروپايي هېوادونه هم باید ۲.۵ میلیارده ډالر، چې د سویس بانک ته د بشري مرستو په نوم سپارل شوي، کابل ته واستوي. کابلوف د روسیې له ممنوعه ډلو د سرپرست حکومت د نوم ایستل د کابل او مسکو ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره مهم ګام بللی دی. نوموړي زیاته کړې چې روسیې له سرپرست حکومت سره امنیتي همغږي زیاته کړې ده.








