د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري وايي، چې د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شوي ۳ زره ۹۸۷ قيراطه زمرد د ۵۲۴ زره ۳۵۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د یوې داوطلبۍ له لارې په کورنیو او بهرنیو سوداګرو وپلورل شول. د پنجشېر ولایتي مسوولینو ویلي چې په دغه ولایت کې په قانوني ډول د زمردو استخراج، د سیمې زرګونه کسانو ته د کار او په دې برخه کې ځوانانو ته د کوچنیو پانګو زمینه هم برابره شوې ده.








