د عامې روغتیا سرپرست وزیر نورجلال جلالي ویلي چې نړیوال سازمانونه باید خپل خدمات د روغتیا د نوې ملي پالیسۍ سره سم تنظیم کړي او د خدمتونو وړاندې کولو پر مهال دې ځانګړی پام ورته وکړي. نوموړي دا خبرې د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، بېلګېټس بنسټ، او د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد مبارزې ادارې د لوړپوړي پلاوي سره په لیدنه کې کړې دي. جلالي ټینګار کړی، چې روغتیا وزارت د نورو ساري ناروغیو ترڅنګ د پولیو د له منځه وړلو لپاره ژمن دی او په دې برخه کې د واکسین ښه تطبیق او لومړنیو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی مهم ګڼي. د پولیو د څار بورډ مشر ډاکټر کریس الیاس هم ویلي، چې د دې لیدنو موخه د پولیو د له منځه وړلو لپاره اغېزناکې لارې موندل دي.







