د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي د روان زېږدیز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د منځنۍ اسیا او سیمې له هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه نږدې پنځه میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده. د دغه وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد ویلي، په یاده موده کې د افغانستان ډېره سوداګري له ازبکستان، قزاقستان، قرغېزستان، پاکستان، ترکیې، روسیې، ایران، هند، چین، سعودي عربستان، ترکمنستان، تاجکستان او متحده عربي اماراتو سره وه.








