د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي د دوی د اټکل لهمخې د راتلونکې جولای میاشتې له لومړۍ تر درېیمې نېټې به په افغانستان کې د شدیدې ګرمۍ څپه خپره شي، چې له امله به یې انسانانو، څارویو او کرنیزو محصولاتو ته سخت زیان ورسوي. یاد سازمان خبرداری ورکړی، چې د هېواد په ختیځو، شمالي او سویلي سیمو کې به تودوخه له عادي حالت څخه ۲ تر ۱۰ درجې لوړه شي او ښایي تر ۴۵ درجو هم واوړي. دغه سازمان له خکو غوښتي، چې له احتیاطي تدابیرو کار واخلي.







