له ایرانه د هغو افغانانو شمېر څو برابره ډېر شوی چې د ایران ویزې لري او هېواد ته راستنېږي. د شمېرو له مخې، پر ایران د اسراییلو له برید مخکې هره ورځ تر ۷ سوو ویزه لرونکي افغانان له دې لارې هېواد ته راستنېدل خو اوس دا شمېر له تر ۴ زرو رسېږي. د بي بي سي د راپور له مخې د هغو افغان کډوالو شمېر کم شوی چې ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او د ایران حکومت یې په زور افغانستان ته ستنوي. ډیری افغانانو ویلي، چې په ایران کې یې کارونه یې په ټپه درېدلي، نو ځکه بېرته خپل هېواد ته راستنیږي.







