د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې په روزګان ولایت کې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د یاد ولایت ذ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي سږ کال روزګان کې پر ۲۷ زره او ۱۵۸ هکټاره ځمکه غنم کرل شوي وو، چې له یادو کروندو څخه شاوخوا ۹۶ زره او ۵۴۸.۵۵ ټنه حاصلات ترلاسه شوي دي. د یاد ریاست مسوولین وایي زرګونو بزګرانو ته مو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلي او زرګونو نورو بزګرانو سره مو نغدي مرستې هم کړې دي. د دې ریاست مسولینو په خبره؛ د همکارو موسسو په مرسته د ناروغیو تشخیص شوی دی او کروندګرو ته لازمې لارښوونې شوې دي.