د سرپرست حکومت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ چین ته سفر وکړ. ارګ په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې ياد سفر د دې هېواد په رسمي بلنه ترسره شوی، تر څو د چین ـ جنوبي اسيا په نهم نندارتون او فورم کې ګډون وکړي. ټاکل شوې ده، چې مولوي عبدالسلام حنفي به د دې سفر پر مهال د نندارتون او فورم تر څنګ د چین له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره هم وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختيا او اقتصادي همکارۍ پر لارو چارو بحث وکړي.