د افغانستان امانتي صندوق ویلي، په تېر کال کې یې شاوخوا ۳۷ میلیونه ډالر مرسته ترلاسه کړې، چې دا د وړم کال پرتله ۳۳ سلنې زیاتوالی ښيي. تر دې دمه یې ټول ټال ۲۴۰ میلیونه ډالر را جلب کړي چې ډېری یې په ګډو پروګرامونو او پروژو لګول شوي دي. دغه صندوق سږکال ۱.۳۶ میلیونه افغانانو ته د روغتیا، معیشت، اقلیم د بدلون پر وړاندې د مرستې او ټولنیز یووالي برخه کې خدمتونه کړي، چې نږدې نیمایي یې ښځې او نجونې دي.