د اسراییلو پوځ ویلي، چې د ایران د هوايي دفاع د خاتمالانبیا قومندان او د ایران د وسله والو ځواکونو د جګړې رییس علي شادماني يې په یوه برید کې وژلی دی. د اسراییلو د پوځ ویاند، افيخای ادرعي، پر اېکس پاڼه ویلي، دا کس د ایران د نظام تر ټولو لوړ پوړی پوځي قومندان و. ادرعي زیاته کړه چې د اسراییل د هوايي ځواک جنګي الوتکو په تهران کې په یوه نفوذ لرونکي قومندانۍ برید وکړ، چې په پایله کې علي شادماني ووژل شو، چې د ایران د مشر علی خامنهيي ډېر نږدې کس هم ګڼل کېږي.