د لغمان په علیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې د اوبو رسولو د دوو شبکو په جوړېدو سره د سیمې ۴۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس محمد ظاهر زرکمر ویلي، چې د اوبو رسولو دغه شبکې د علیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې د اوچا موسسې په مالي ملاتړ د ۹۱ زره ۴۰۱ ډالرو په لګښت جوړېږي، چې پر مټ به یې د سیمې ۴۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.