د کونړ ولایت ځايي سرچینو ویلي، چې د دغه ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې پر زهري موادو د ککړو خوړو له کبله درې ماشومان مړه شوي دي. سرچینې چې دا پېښه شنبه له غرمې مخکې د څوکۍ ولسوالۍ په «بابرو» سیمه کې شوې ده. د دوی په خبره پېښه هغه مهال وشوه چې دا درې ماشومان د هندوانو کروندو ته تللي او هلته یې داسې خواړه چې د موږکانو د وژلو پر موادو ککړ شوي وو، خوړلي دي. سرچینو زیاته کړې چې د دغو ماشومانو دوو یې د کونړ په ولایتي روغتون او بل هغه یې په ننګرهار کې ساه ورکړې ده. سرچینو ویلي چې څلورم ماشوم هم د ننګرهار په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.