د اوبو او انرژۍ وزارت د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ اړوند سفېد سنګ سیمه کې د برېښنا رسونې یوې پروژې چارې پیل کړې. د ۳۲میلیونه افغانیو په ارزښت دغې پروژې کې د برېښنا پایلو نصبول او د لین انتقال شاملي دي. دغې پروژې په بشپړېدو سره به محمد اغې ولسوالۍ کې د دوه زره کورنیو د برېښنا ستونزه اواره شي. د یاد پروژې د برېښنا انتقال ظرفیت له ۲۰ کیلو ولټه زیات دی، چې ټول لګښت یې د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختیایي بودجې ورکول کیږي.