د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د نوري فایبر د یوې مهمې پروژې چارې د ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په لومړي پړاو کې به ۴۵ کیلومتره نوري فایبر وغځول شي. د یاد ریاست رییس حافظ خیرالله خیرخوا رسنیو ته ویلي چې د یادې پروژې ټول لګښت د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت له لوري ورکړل شوی دی. د یادونې وړده، چې دغه پروژه به نه یوازې د انټرنټي خدماتو ساحه پراخه کړي، بلکې د مخابراتي زیربناوو د پياوړتیا د انټرنټ د بیو کمولو او د هېواد د ډيجیټل کولو ملي موخې ته د رسېدو لپاره به یو مهم ګام وي.