د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د ناروې د بهرنیو چارو وزیر د اوسلو د ۲۲م نړۍوال کنفرانس په څنډه کې د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي. د ايران د بهرنيو چارو وزارت په یوه بیان کې ويلي، چې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په دې ليدنه کې د دوهاړخيزو اړيکو، سيمهييزو تحولاتو او نړۍوالو موضوعاتو په اړه نظرونه تبادله کړي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې د ايران او امريکا ترمنځ د خبرو اترو وروستی وضعیت او همداراز د افغانستان تحولات د دواړو خواوو د بحث مهم موضوعات بلل شوي دي. په بیان کې د افغانستان په اړه د دواړو لوړپوړو چارواکو د خبرو اترو جزئیات نه دي خپره کړي.