د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د د سرپرست وزیر په مشري پلاوي د تاشکند د اقتصاد او پانګونې فورم کې د سیمه ییزو او نړیوالو پانګه والو او سوداګرۍ وزیرانو سره په کتنو کې د افغانستان د پانګونې فرصتونو په اړه خبرې کړې دي. د سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې د نورالدین عزیزي په مشرۍ افغان پلاوي د تاشکند د اقتصاد او پانګونې فورم په پرانېست غونډه کې د یو شمېر هېوادونو د سوداګرۍ وزیرانو، سیمه ییزو پانګه والو او لویو شرکتونو له مشرانو سره په کتنه کې د افغانستان د پانګونې فرصتونو په ځانګړي ډول د کانونو، انرژۍ، کرنې، ټرانزیټ او صنعتي تولیداتو په اړه خبرې کړې دي په ورته مهال د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ وزیرانو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا په موخه یو هوکړه لیک هم لاسلیک شوی دی.