د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت پلاوي د روسیې کازان ښار کې د یاد هېواد د پوهنې وزارت مرستیال اندري کورنیف سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې د روسیې پوهنې وزارت مرستیال د افغانستان له تعلیمي پروسې سره د همکارۍ په برخه کې بشپړ چمتووالي ښودلی دی. ښاغلي کورنیف ویلي، روسیه غواړي د افغانستان ښوونیز نظام د یوه غوره مرستندوی لوري په توګه عملي ګامونه پورته کړي. د پوهنې وزارت پلاوي د کازان ښار د تاريخ او فرهنګ له موزيم، د قل شريف او کبانايا تاريخي جوماتونو او د کازان له کرملين ماڼۍ څخه هم ليدنه کړې ده. د یادونې ده، چې د پوهنې وزارت پلاوی وړمه ورځ د پوهنې او لوړو زده کړو وزیرانو درېیم نړېواله کنفرانس کې د ګډون په موخه د روسیې کازان ښار ته په رسمي سفر تللی.