د راپورونو له مخې ښایي د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو شپږم پړاو ترسره نه شي. ځینو رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي، چې د دې خبرو نه ترسره کېدل «په بشپړه توګه جدي احتمال» لري. له بلې خوا، ټاکل شوې ده چې د اژانس د حکامو شورا د پنجشنبې په ورځ(نن) یوه پرېکړهلیک ته رایه ورکړي، چې پکې پر تهران د ځواب نه ورکولو او د ژمنو د سرغړونې تور لګول شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي تېره ورځ وویل، چې له امریکا سره د اټومي خبرو بل پړاو د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) په عمان کې ترسره کېږي. ډونالډ ټرمپ بیا ویلي و، دی لا هم غواړي چې د ایران کړکېچ د بمونو پر ځای د خبرو اترو له لارې حل کړي. د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پنځم پړاو د غبرګولي په ۲مه د اېټالیا په روم ښار کې ترسره شوی و او تمه کېده چې شپږم پړاو مذاکرات په عمان کې وشي.