سي بياېس خبري شبکې د خپلو څو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې امریکایي چارواکو ته داسې مالومات رسېدلي، چې اسراییلو په بشپړه توګه چمتووالی نیولی، تر څو پر ایران پوځي عملیات ترسره کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ خبرې اترې په دې وروستیو اونیو کې کوم څرګند پرمختګ نه لري او د پوځي نښتې احتمال زیات شوی دی. ایران خبرداری ورکړی چې د امریکا او اسرائیل له لوري هر ډول پوځي اقدام به د اسلامي جمهوریت له لوري له قاطع او پښېمانوونکي غبرګون سره مخ شي.