د ميدان وردګو ولایت ځایي امیني مسوولینو خبر ورکړی، چې د کابل – کندهار پر لویه لار د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ په بادام سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند یوسف اسرار رسنیو ته ویلي، چې دا ترافیکي پېښه د یوه کرولا ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون ۲ تنه مړه او درې نور ټپيان شوي دي. ورته مهال د پنجشېر د امنیې قومندانۍ ویاند بیا رسنیو ته ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې په دغه ولایت کې د ۹ بېلابېلو ترافیکي پېښو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.