ټېلګراف ورځپاڼې په یوه خپاره کړي راپور کې د «هالو ټرسټ» بنسټ په حواله ویلي، چې په افغانستان کې نږدې له هرو پنځو وګړو څخه یو یې په هغو سیمو کې ژوند کوي، چې د ماینونو او ناچاودو توکو له خطره ډکې دي. د دې ادارې په خبره، افغانستان له اوکراین وروسته په نړۍ کې دویم هېواد دی چې تر ټولو زیات له ناچاودو توکو ډک دی او د څلورو لسیزو پرلهپسې جګړو سره سره، د ځمکنیو ماینونو له امله رامنځته شوي ګواښونه لاهم د زرګونو افغانانو ژوند ګواښي. راپور زیاتوي دا ستونزه تر هغې وروسته نوره هم ناوړه شوې، چې لسګونه زره افغان کډوال له پاکستان او ایران نه افغانستان ته دننه شول. هالو ټرسټ بنسټ چې له ۱۹۹۸ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، تر دې دمه یې تر ۸۰۰ زرو ډېر ماینونه او ۱۱ میلیونه ناچاوده توکي پاک کړي دي.