د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وایي چې په دې ولایت کې به ډېر ژر ۴۲ نوي مخابراتي سایټونه فعال شي، چې له امله به یې زرګونه کورنۍ له باکیفیته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو برخمنې شي. د یاد ریاست رئیس مولوي مطیعالله عابد ویلي، چې له دغو سایټونو څخه ۹ د (TDF) پروژې له لارې او ۳۳ نور د بېلابېلو مخابراتي شرکتونو له خوا منظور شوي، چې کار به یې نږدې راتلونکي کې پیل شي. نوموړی زیاتوي، چې دا سایټونه به د لوګر ولایت په مرکز او هغو ولسوالیو کې فعالېږي، چېرې چې انټرنیټي او مخابراتي خدمات کمزوري یا په نشت کې حساب دي.