د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د امریکا ټولو ډیپلوماټیکو استازولیو ته امر کړی، چې د سپټمبر میاشتې تر ۳۰مې پورې د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې پاتې کارکوونکي له دندو ګوښه کړي. د روبیو په هغه بیان کې چې سفارتونو ته لېږل شوی راغلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به د دوشنبې تر ورځې پورې د امریکا پراختیایي ادارې د ټولو بهرنیو مرستو پروګرامونو مسوولیت په غاړه واخلي. دغه بیان د فدرالي محکمې تر هغې پرېکړې وروسته صادر شوی، چې د ټرمپ ادارې لهخوا یې د دغه کارکوونکو د ډلهییزې اېستنې لړۍ درولو پرېکړه کړې وه.