د ایران د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې له امریکا سره د اټومي خبرو بل پړاو ټاکل شوې ده چې د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) په عمان کې ترسره شي. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې د خبرو بل پړاو به د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي ۲۲مه ترسره شي. ټرمپ یو ځل بیا په تازه څرګندونو کې ویلي، چې ایران د یورانیمو د غنيکېدو هڅه کوي، خو موږ نشو کولای دا ومنو. هغه وایي دوی د هوکړې لپاره چمتو نه دي او د هوکړې بدیل انتخاب ډېر وېروونکی دی. د یادونې وړده، چې تر دې وړاندې د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پنځم پړاو د غبرګولي په ۲مه د اېټالیا په روم ښار کې ترسره شو.