د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت د روسيې په نړۍوال ډيجيټل کنفرانس کې د دغه وزارت د يوه پلاوي د ګډون او وينا خبر ورکړی دی. د ياد وزارت وياند پر خپله اکس پاڼه ليکلي چې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري معين محمد حنیف حمزه د روان میلادي کال د جون له ۵مې تر ۶مې نېټې پورې د روسیې فدراسیون په کوربه توب جوړ شوي نړیوال ډیجیټلي فورم کې د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب ګډون وکړ. د سرچينې د مالوماتو له مخې یاد فورم چې د نړۍ له لسګونو هېوادونو څخه د مخابراتو، ډیجیټل ټکنالوژۍ، سایبري امنیت، مصنوعي ځیرکتیا، ډیجیټلي اقتصاد، او ښې حکومتولۍ په برخو کې لوړپوړيو چارواکو، متخصصینو او پانګوالو پکې ګډون درلود، د ډیجیټلي همکارۍ لپاره یوه مهمه نړیواله غونډه بلل کېږي.