د زابل ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د روږدو په ۵۰ بستریز روغتون کې د ۸۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده. د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر میرویس افغان رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت په ۵۰ بستریز روغتون کې د تېر ۱۴۰۳ کال او د روان ۱۴۰۴ کال په لړ کې د ۸۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده. د هغهپه خبره په تېرو ۲ میاشتو کې د ۳۰ نورو روږدو کسانو درملنه هم شوې ده. د یادونې وړ ده چې د ا.ا په واکمنېدو سره په هېواد کې د نشه يي توکو کرکېله، قاچاق، پېر او پلور منع شوی او په دې سره په نشه يي توکو د اخته کسانو شمېر هم را کم شوی دی.