په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د روانې اوونۍ په اوږدو کې افغانستان ته د ځانګړو چارتر الوتکو له لارې څه باندې ۱۰۰ مټریک ټنه درمل وارد شوي دي. یونیسف وایي دا مرسته د سویلي اسیا نړیوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک له خوا شوې ده د تېرې اوونۍ په وروستیو کې روغتیا نړیوال سازمان ویلي و چې افغانستان ته ۱۵۴ ټنه روغتیايي تجهیزات او ژوند ژغورونکي درمل چې پکې د اسهال، شري او سینهاوبغل ناروغانو د درملنې کېټونه دي، وارد شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) ویلي چې د امریکا د مرستو په کمېدو سره به ۶.۳ میلیونه افغانان اړینو روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي محروم شي.