د ایران د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو مرکز رییس، نادریار احمدي، ویلي چې د سرشمېرنې پاڼو له لغوه کېدو سره، څه باندې څلور میلیونه افغان کډوال اوس په ایران کې غیرقانوني بلل شوي. د ده په وینا، یادو کسانو ته د چنګاښ تر ۱۵مې نېټې وخت ورکړل شوی چې ایران پرېږدي. احمدي زیاته کړې، چې اوسمهال له شپږو میلیونو ډېر افغانان په ایران کې مېشت دي، چې ډېری یې له قانوني اسنادو پرته هېواد ته داخل شوي دي. نوموړي دا هم ویلي چې یوازې شپږ مشخصې ډلې کولی شي د موقت کار په اساس هلته پاتې شي، او هغه محصلین چې پاسپورټ لري، د زدهکړو په برخه کې به له ستونزو سره نه مخ کېږي.