د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د ملاتړې ادارې( یونیسف) له لوري د دغه ولایت پوهنې ریاست اړوند ښوونځیو سره د شاوخوا ۱۵زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درسي توکو مرسته شوې ده. د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب رسنیو ته ویلي، چې دغه درسي توکو کې څه باندې ۵۰زره ټوکه د لومړنیو ټولګیو زدهکوونکو لپاره کتابونه مرسته شوې چې ډېر ژر به د لوګر په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې پر زرګونه زدهکوونکو ووېشل شي. عرب زیاته کړه، چې د پخوا په پرتله د لوګر په ښوونځيو کې دکتابونو کمښت ستونزه تر ډېره هواره شوې او د دغه ولایت پوهنې ریاست هڅه کوي چې له نړیوالو موسسو سره په ګډه په کومو سیمو کې چې په ښوونځيو کې کتابونو کمښت ستونزه لیدل کېږي، هواره کړي.