د احصايې او مالوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې په تېرو ۲ میاشتو کې نږدې ۸ زره بهر مېشتو هېوادوالو ته د پېژندپاڼو غیرحضوري خدمتونو وړاندې شوي دي. سرچینې زیاتوي چې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو ریاست د روان کال په لومړیو دوو میاشتو (وري او غويي) کې ۷ زره او ۶۴۳ بهر مېشتو هېوادوالو ته د کاغذي پېژندپاڼو غیر حضوري خدمتونه وړاندې کړي دي. د مالوماتو له مخې په دې خدمتونو کې ۱۹۷۸ نوې پېژندپاڼې، ۵۰۹ مثنی پېژندپاڼې، ۲ زره او ۶۸ کسانو ته د پېژندپاڼو تایید او ۳ زره او ۸۸ کسانو ته د پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونو وړاندې کول شامل دي.