د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د افغانستان سرپرست حکومت د تُرک دولتونو سازمان غړو هېوادونو سره د ښو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی. نوموړي نن د دغه سازمان د ګډې خبرپاڼې په غبرګون کې ویلي چې افغانستان تُرک هېوادونو سره بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته اړتیا لري. ده زیاته کړې چې سرپرست حکومت د سیمې او نړۍ ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې افغان خاوره به هېڅ کله د کوم هېواد پر ضد ونهکارول شي. ذبیح الله مجاهد د تُرک دولتونو سازمان خبرپاڼه کې ځینو مطرح شویو مواردو ته په اشاې ویلي چې ځينې مسایل د افغانستان له کورنیو موضوعاتو څخه دي چې د ولس غوښتنو ته په پام به ورته رسېدنه وشي. مجاهد زیاته کړې چې د یاد سازمان غړي هېوادونه باید له افغانستان سره هراړخیزې همکارۍ پیاوړې کړي او خپلو اقتصادي او ډیپلوماټیکو اړیکو ته پراختیا ورکړي.