په جنوا کې د چین د دایمي استازندویه پلاوي ویاند د مې په ۲۰مه د امریکا له خوا د روغتیا په ۷۸مه نړیواله غونډه کې د کرونا ویروس د سرچینې په باب بې ځایه ادعاوې رد کړې او له دغه هېواده يې وغوښتل چې د دغه مسئلې له سیاسي کېدو څخه دې ځان وساتي.
ده ویلي چې امريکا يو داسي هېواد دی، چې د روغتيا له نړيوال سازمان څخه د وتلو اعلان کړی، بې ځايه پر هغو هېوادونو لفظي بریدونه کوي چې د روغتیا له نړیوال سازمان سره يې زیاتې مرستې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې چې امريکا په دې چارو کې د سم او غلط معلومولو حس له لاسه ورکړی دی.
دی وايي چې چين د روغتيا له نړيوال سازمان سره بې غرضه مرستې کړې او ملاتړ ترې کوي او پر دغه سازمان يې خپل هېڅ ډول نامناسب نفوذ نه دی اعمال کړی.
نوموړي وياند وويل، چين د کرونا وبا له رامنځته کېدو وروسته په لومړي وخت کې له نړيوالې ټولنې سره د وبا او د ويروس د تشخیص په اړه معلومات شريک کړي او د روغتيا نړيوال سازمان او د امريکې په شمول ۱۵۳هېوادونو سره معلوماتي او مالي ملاتړونه کړي دي.