بریټانیا، فرانسې او کاناډا د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د غزې پر وړاندې د اسراییلو دریځ غندلی او د بریدونو درېدو او کلابندي د ژر تر ژره ختمېدو غوښتنه یې کړې ده. د درېیو هېوادونو مشرانو خبرداری ورکړی، چې که وضعیت دغه ډول دوام وکړي په اسراییلو به هدفمند بندیزونه ولګوي. دغه راز یادو هېوادونو د اسراییلو له لوري غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخنیوی هم د بشر له نړۍوالو حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.