د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د څه باندې ۹ زره ډالرو په لګښت دوه بندونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د مسوولینو په خبره دغه بندونه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مالي ملاتړ د ۹ زره ۱۵۹ آمریکايي ډالرو په لګښت د یادې ولسوالۍ په اسد او شابي سیمو کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. مسوولین وایي د اسد د اوبو بند ۲۹ متره اوږدوالی د شابي بند ۲۷ متره اوږدوالی او د دواړو بندونو لوړوالی ۳.۶ متره دی، چې چارې یې په ۴۰ ورځو کې بشپړې شوې دي.