د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د پیازو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی. د مسوولینو په خبره چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۲ زره ۴۱۱ هکټاره ځمکه پیاز کرل شوي دي. دوی زیاتوي، چې سږ کال له فراه ولایت څخه ۷۲ زره ۳۳۰ ټنه پیاز ترلاسه شوي دي.