د ترکیې د غالیو ټولنې مسوولینو د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازو سره کتنه کې اروپايي بازارونو ته د افغاني غالیو صادراتو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده. صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د ترکیې غالیو ټولنې رییس احمد دیلر ډاډ ورکړی، چې د غالیو سکټور ملاتړ لپاره به دې برخه کې د اړینې پانګونې هڅې وکړي. د ترکي لوري لهخوا د یادې ژمنې ترڅنګ دواړو لورو د ګډو فعالیتونو پراختیا په موخه یوه هوکړه هم لاسلیک کړې ده.